۱۳۸۸ خرداد ۳۰, شنبه

افغان ماشومان په ناوړه وضعيت کې ژوند کوي

شماره 46/شنبه 16 جوزا 1388/6 جون 2009
عبدالله ستانکزی
له ماشومانو نه د ملاتړ ادارې يونيسف او په افغانستان کې د بشري حقونو کمېسيون په دغه هېواد کې د ماشومانو وضيعت په اړه اندېښنه ښوولې ده .د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون وايي په ښوونځو او کورونو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتريخوالى زيات شوى او د کارگرو ماشومانو په شمېر کې زياتوالى راغلى دى .د بشري حقونو په وينا کمېسيون يې په تېر يوه کال کې پر ماشومانو د جنسي تيري دېرش پېښې ثبت کړي دي .يوولس کلن گلون نومي ماشوم، چې خولې يې پرمخ روانې او په سره گرمۍ کې سور کرولا موټر وينځي، يو له هغو زرگونو ماشومانو څخه دی، چې دا مهال په ښار کې درانه کارونه کوي .گلون وايي د کابل ښار له سويلي برخو نه د کار په لټه هره ورځ د سهار په اوو بجو کابل ته راځي او مازيگر ناوخته بېرته کورته ځي .دى د هغې دولس کسيزې کورنۍ يو تن سرپرست دى چې په وينا ېې په وروستيوکې له پاکستان نه راستانه شوي دي .
د افغان کارگروماشومانو ډېره برخه په ښارونو کې ټوله ورځ سره لمر او يا هم د ژمي سړې هوا ته سپېلني دودوي، پلاستيکي کڅوړې خرڅوي، له کسبه کارانو سره کار کوي، خځلې ټولوي او په کروندو او د خښتو په بټيو کې ستړي کوونکي کارونه کوي .د کم عمره نجونو ودولپه کم عمر کې د نجونو ودول او په بدو کې ورکول او په هغو جنسي تېري نورې هغه ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره مخامخ دي .د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون په هېواد کې د ماشومانو وضيعت د اندېښنې وړ بللى .ددغه کمېسيون يو چارواکى پروېز آهنگ وايي د دوى د ارزونو له مخې د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ماشومانو وضيعت خرابيږي :” د بشري حقونو د کمېسيون له لوري په افغانستان کې د ماشومانو وضيعت خراب ارزول شوى دى، په ښار کې د واټونو په سر د کارگرو ماشومانو شمېر مخ په زېاتېدو دى، په ښوونځيو او کورونو کې د ښوونکو، مېندو او پلرونو له لوري وهل ټکول کيږي او د هغو ماشومانو شمېر هم پورته شوى چې په نشه يي توکو روږدي دي .”ښاغلى آهنگ وايي په تېر يو کال کې د بشري حقونو کمېسيون د جنسي تيريو ٣٠ پېښې تبت کړي چې دا د ماشومانو د بد حالت يو انځور دى .که څه هم په افغانستان کې د کارگرو ماشومانو کره شمېره نه ده مالومه ، خو د بشري حقونو کمېسيون وايي يوازې په کابل ښار کې تر ٦٠ زره زيات ماشومان په درنوکارونو بوخت دي .د ماشومانو د ملاتړ ادارې يونيسف هم د افغان ماشومانو پر وضيعت اندېښنه ښوولې. د يونيسف يو چارواکى نجيب الله هميم وايي د نورو هېوادونو د ماشومانو پر تله د افغان ماشومانو وضيعت ډېر خراب دى .دا مهال په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي چې څه باندې دېرش سلنه يې نجونې دي اوحکومت يې لويه لاسته راوړنه بولي، خو د ماشومانو د ملاتړ ادارې په ښوونځيو او کورونو کې د ماشومانو په وهلو او رټلو نيوکه کوي .د ماشومانو نړيوال قانون، د افغانستان اساسي قانون او د دغه هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت قانون وايي ماشومان بايد له درندو کارونو وژغورل شي .خو دافغانستان د کار قانون په دې برخه کې اقتصادي ستونزو ته په کتو ويلي چې ١٥ کلن ماشومان کولى شي سپک کارونه وکړي، خو په عمل کې افغان ماشومان درانه کارونه کوی.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر